د ایرنا د "سپاه نیوز" د راپور له مخې، د ایران سپاه پاسداران عمومي قوماندان ستر جنرال حسین سلامي، نن سه شنبه د غبرګولي په ۲۰ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره، جنایتکار رژیم ته د اطلاعاتو وزارت حیاتي ګوزار او د صهیونیستي رژیم د اسنادو د ډېر لوی حجم په خوندي ډول ایران ته د لېږدولو مبارکي ورکړه.
د دې اعلامیې متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
مجاهد او انقلابي ورور، جناب مستطاب حجت الاسلام والمسلمین سید اسماعیل خطیب
د اطلاعاتو محترم وزیر
سلام علیکم؛
د قهار خدای بې پایه شکر او په ډېرې خوښۍ او وياړ سره، د امام زمان (عج) د نامعلومو سرتېرو ستره، حیرانوونکې او ویاړمنه بریا د صهیونیستي ترهګریز رژیم، دې متکبر او پر مدعا دښمن سره د استخباراتي جګړې په ډګر کې، تاسي او زموږ زړورو همسنګرانو ته مبارکي وایو.
د اسلامي ایران د اطلاعاتو وزارت ستره بریا د صهیونیستي مجرم رژیم په اټومي، نظامي، امنیتي، زیربنایي او نورو برخو کې ستراتیژیکو او حساسو معلوماتو او اسنادو ته په لاسرسي کې، د اطلاعاتو په ډګر کې د "طوفان الاقصی ۲" په څېر، یو ځل بیا په سیمه کې د اسلامي ایران د کمزوري کېدو او د غاصب رژیم د اطلاعاتي او امنیتي ځواک په اړه پر وهم او ادعاګانو باطل خط وغورځاوه.
جنایتکار رژیم ته د اطلاعاتو وزارت حیاتي ګوزار او یادو اسنادو په ډېر خوندي ډول هېواد ته لېږد، چې د «فَاَتاهُمُ اللهُ مِن حَیثُ لَم یَحتَسِبوا؛ له هغه ځایه چې فکر یې نه کاوه، خدای تعالی پرې ګوزار وکړ» د مبارک آیت ښکاره بېلګه ده، د صهیونیستي رژیم په ژورو او پټو برخو کې د اسلامي ایران استخباراتي تسلط او نفوذ ښيي.
د دې ستراتیژیک اقدام په ترسره کولو سره د موساد افسانه ړنګه شوه او د رژیم امنیتي جوړښت چې د دوی په ادعا د نړۍ یو له خورا پېچلو امنیتي او اطلاعاتي جوړښتونو څخه دی، له طوفان الاقصی وروسته چې لومړی د ګران فلسطین مقاومت جبهې لخوا ترسره شو، یو ځل بیا له شاک او بې ثباتۍ سره مخ شو.
بې له شکه، دا حساس معلومات به د صهیونیستي اشغالګر رژیم د له منځه وړلو بهیر پیاوړي کولو لپاره هڅې ډېرې اغېزمنې کړي او د ایران د توغندیو د اصابت نقطه به ډېره دقیق کړي.
دا ګوزار به د رژیم پر ړنګ شوي او بې کاره جسد وروستی ګوزار نه وي او د باطل پر وړاندې د حق د وروستۍ بریا زېری ورکوي.
خبر پای.
Your Comment