پاکستان له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کوي / موږ د اسلامي امت په منځ کې د ایران مقام ته لوړ ارزښت ورکوو

کابل- ایرنا- د پاکستان لومړي وزیر د ایران له مذهبي مشر او ولسمشر سره له لیدنو وروسته وویل: موږ د اسلامي امت په منځ کې د ایران مهم مقام ته لوړ ارزښت ورکوو او د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کوو.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه اي او د ولسمشر مسعود پزشکیان سره تر لیدنو وروسته نن سه شنبه د غبرګولي په ۶ مه خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: زه په دې ویاړم چې د ایران د مذهبي مشر آیت الله سید علي خامنه اي سره مې وکتل.

هغه په خپل پیغام کې زیاته کړه: ما د هغه نظرونه په ځانګړې توګه د اسلامي امت د اوسنیو ننګونو په اړه وپوښتل. موږ د دواړو خواوو د ګټو په دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو هم خبرې وکړې.

د پاکستان لومړي وزیر وویل: ما له هغه څخه مننه وکړه چې ایران د منځګړي په توګه رول لوبولی او د جنوبي آسیا په وروستي کړکیچ کې یې د پاکستان په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

هغه ټینګار وکړ: پاکستان د اسلامي امت په منځ کې د ایران رول ته لوړ ارزښت ورکوي او د سولې، پرمختګ او همغږۍ د ګډو موخو د پرمخ بیولو په تمه دی.

شهباز شریف د پزشکیان سره د خپلې لیدنې په اړه وویل: ما د ایران له ولسمشر سره یوه دوستانه او ګرمه لیدنه درلوده او له هغه څخه مې مننه وکړه چې د بهرنیو چارو وزیر یې په دې وروستیو کې اسلام آباد ته سفر وکړ او د جنوبي آسیا په وروستیو پرمختګونو کې یې اندیښنه څرګنده کړه.

د پاکستان لومړي وزیر په دوام کې له ایران سره د دوه اړخیزو او ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د خپل هیواد د دوامداره ژمنې ټینګار وکړ، چې په پایله کې به یې سیمه ایزه سوله، سوکالي او ثبات رامنځته شي او د دواړو هیوادونو د خلکو د ګډو ګټو لپاره به وي.

 هغه زیاته کړه: موږ به د سوداګرۍ، اړیکو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتیا لپاره یو بل سره همکاري ته دوام ورکړو.

د خبر پایله.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .