د اسراییلي بندیانو د جسدونو د سپارلو په اړه د صهیونیسټانو غبرګون: نتانیاهو د بندیانو د مرګ لامل دی

کابل- ایرنا- په خان یونس کې د څلورو اسراییلي بندیانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته صهیونیسټي حلقو د بنیامین نتانیاهو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او هغه یې د غزې په تړانګه کې په قصدي ډول د بندیانو په وژلو او د دې موافقې په مخنیوي تورن کړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، صهیونیسټي ورځپاڼي هاآرتص نن پنجشنبه د کب په دوهمه نېټه د حماس له خوا د څلورو اسرائیلي بندیانو د جسدونو د سپارلو د موضوع په غبرګون کې لیکلي دي: دا تابوتونه د بې کفایتۍ نښه ده. هغه غفلت چې نه یوازې د اکتوبر په ٧مه کې پیښ شو، بلکې هغه وخت هم دوام درلود چې نتانیاهو د نورو په نجات او د سولې په پرتله د خپل ځان نجات غوره کړ.

 دغې ورځپاڼې تاکید وکړ چې ورکړل شوی جسدونه د اکتوبر په ٧مه د فلسطینی مقاومت له حیرانونکی عملیاتو وروسته د اسرائیلو د امنیتی او سیاسی ناکامۍ نښه ده او د صهیونیسټ حکومت د بندیانو د دوسیې په اړه جدی نه دی.

 د اسراییلو د پوځي چارو کارپوه امیر بوحبوط د جسدونو د سپارلو د صحنو په غبرګون کې وویل: د درد اندازه د سیاسي او امنیتي ناکامۍ سره مساوي ده.

 معاریو ورځپاڼې هم د صهیونیسټي پوځ په حواله لیکلي دي: په تابوت کې د یوې مور او د هغې د دوو ماشومانو بیرته ستنیدل د اسرائیلو د پوځ او حکومت ښکاره ناکامي ده.

 دغې ورځپاڼې زیاته کړه: نن ورځ موږ له هغه حقیقت سره مخامخ یو چې نتانیاهو د منلو وړ نه دی. هغه په ​​خپلو ژمنو وفا ونه کړه. خو دا حقیقت دی؛ موږ نه په غزه کې بریالي شو او نه د اسراییلو پوځ.

 دصهیونیسټ رژیم ١٤مه چینل اعلان وکړ چې حماس د اسرایلو په مسله کې د اسرائیلو سپکاوی ته دوام ورکړی او هغه لوړپوړی چارواکی چې اسرائیل یې ادعا کوی په جنګ کې وژل شوی دی نندارې ته وړاندې کوی.

 صهیونیسټي لیکوال آلون عیدان هم د دغې غمیزې لپاره د اسرائیلو حکومت مستقیماً مسوول وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه څلور تنه بندیان د رهبرۍ د بې غورۍ قربانیان دي چې د جګړې دوام یې یوې موافقې ته غوره کړی دی.

 د اسراییلي بندیانو کورنیو هم پر حکومت نیوکې وکړې او اعلان یې وکړ: زموږ بندیان ژوندي ونیول شول، خو بېرته مړه شول. د ځنډ لپاره هیڅ وخت پاتې نه دی. نن ماښام به موږ په تل ابیب کې راټول شو ترڅو د ټولو بندیانو ژوندي او مړو بیرته راستنیدو غوښتنه وکړو.

 سیاسي کتونکي په دې باور دي چې د اسراییلي بندیانو وژنه او د هغې پایلې به د اسراییلو د غچ اخیستنې ځواک نور هم له منځه یوسي او داخلي شخړې به لاپسې زیاتې کړي.

 په داسې حال کې چې یوه ډله لا هم د جګړې پر دوام ټینګار کوي، بله یې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .