AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲ ۱۵:۳۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85697378
T T
۰ Persons

Tags

اته افغان کډوال د یونان په اوبو کې ډوب شول

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲ ۱۵:۳۸
News ID: 85697378
اته افغان کډوال د یونان په اوبو کې ډوب شول

کابل- ایرنا- د یونان ساحلي ګارد اعلان کړی چې اته تنه افغان کډوال د دغه هېواد په اوبو کې د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته مړ شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د یونان ساحلي ګارد د شنبې په شپه اعلان وکړ چې اته تنه هغه مهال مړ شول چې د مهاجرو یوه کښتۍ د دغه هیواد په اوبو کې ډوبه شوه.

دا کښتۍ د ساحلي ګارد له ګزمې څخه د تیښتې په حال کې وه چې د یونان په ختیځ کې د روډس جزیره ته نږدې ډوبه شوه. د یونان د ساحلي ګارد په عملیاتو کې ١٨ کسان، له افغانستان څخه ۱۲ نارینه، ۳ ښځې او درې ماشومان ژغورل شوي دي.

د یونان ساحلي ګارد ویلي چې دوی دوه ترکي اتباع د دغو مهاجرو د قاچاق په تور نیولي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .