د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د اسلامی هېوادونو د غونډې په څنډه کې له مصری شبکې «الغد» سره، د سیمې او نړۍ د حالاتو او د ایران د اسلامي جمهوریت او مصر د اړیکو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو وضاحت ورکړ.
عراقچي په دغه ټلویزیوني مرکه کې وویل: ایران له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د سوریې د حکومت په غوښتنه په دغه هیواد کې شتون درلود.
هغه زیاته کړه: د سوریې تحولات له دوو زاویو څخه څیړل کیدای شی. یوه زاویه د سیمې لپاره د امریکا او اسرائیلي رژیم لویه پروژه ده او هر څوک چې بل ډول فکر کوي غلط لاره ته ځی. دامریکا-اسرائیلو پروژه په سیمه کې دټولو هیوادونو کمزوری کول دی چې دصهیونیسټ رژیم پرضد د هرډول مقاومت د له مینځه وړلو هڅه ده.
د عراقچي په وینا، په سوریه کې د حالات دویمه زاویه له خپلو خلکو او مخالفینو سره د سوریې د حکومت تعامل دی. د ایران اسلامي جمهوریت له ترهګرو سره د مبارزې په هدف د سوریې د حکومت په غوښتنه په دغه هیواد کې شتون درلود او هیڅکله یې له خلکو او مخالفانو سره د حکومت په ارتباطاتو او تعامل کې لاسوهنه ونه کړه. له سوریې څخه د وتلو لپاره له بشار الاسد سره هیڅ تماس نه دی نیول شوی.
عراقچي څرګنده کړه: د مقاومت محور د اسرائیلو د رژیم په خلاف پراخ او سخت بریدونه ترسره کړل، موږ بشار الاسد ته ډیر وړاندیزونه وکړل او هغه ته مو په ادلب کې د مخالفینو د حرکاتو په اړه خبرداری ورکړ ولي هغه خپلواک پریکړې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او مصر اړیکو ته په اشارې سره وویل: ایران او مصر تاریخي اړیکې لري چې په مختلفو سیمه ایزو مسائلو کې د یو بل د کوششونو متقابلې قدرداني څرګندوي. موږ هم په غزه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د مصر د دغو سترو هڅو ملاتړ کوو.
د پیغام پای/
Your Comment