په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د مثبت ٧ ګروپ د غړو او د هېوادونو ځانګړي استازي روانه اونۍ د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه په یوه غونډه کې سره راټول شوي وو او د شنبې په ورځ د مرغومی په لومړي نیته سهار یې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چي د داعش پر ضد خپلې هڅې لا پیاوړې کړي او د هېواد د ثبات لپاره ټول شموله حکومتدارۍ ته غاړه کېږدي.
په دغو خبرو اترو کې د امريکا، بريتانيا، جرمني، فرانسې، ايټاليا، کاناډا، جاپان، سويس او نورو اړوندو هېوادونو استازو برخه اخيستې وه.
دې ډلې په افغانستان کې د بشري وضعیت د حل او د سیمه ییز امنیت د تامین لپاره د سمدستي اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی په کابل کې د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ترهګري د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ دی.
همدارنګه دوی د داعش ډلې پر وړاندې د سرپرست حکومت اقدامات تایید کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک سره سم باید دغه نور پرېکنده ګامونه واخیستل شي.
د دې اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي چې تلپاتې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د باور وړ حکومتوالۍ ته اړتیا ده چې د افغان ټولنې د ټولو برخو استازیتوب وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو څو ځله ټینګار کړی دی چې په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې فعالیتونه سخت ځپل شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment