په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د غزني ولایت د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۸مه اعلان وکړ، چې د دغه ولایت له نوي والي مولوي عبدالصمد جاوید سره د غزني ولایت د شیعه عالمانو او مخورو تعارفي غونډه وشوه.
د غزني نوي والي د دغه ولایت د ټولو اوسېدونکو په ځانګړې توګه د غزني د تشیع ټولنه د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: د ولایت دروازه د ټولو خلکو پر مخ خلاصه ده او هر وخت کولای شي خپلې غوښتنې او ستونزې له ولایت مقام سره شریکې کړي.
د شیعه علماوو او مشرانو د غزني ولایت د نوي والي په توګه د جاوید د ټاکل کېدو هرکلی وکړ، په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او له هغه سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/
Your Comment