په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بدخشان ولایت مقام نن چهارشنبه د لیندۍ ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت لخوا د پامیر بدخشان اوسیدونکو ته د څلور میلیونه افغانیو مرسته ورکړل شوه.
خبرځاى زياته کړه: دغه مرسته د بدخشان د والي مولوي محمد ايوب خالد له خوا د پامير د خلکو استازو ته ورکړل شوه او دغه پيسې د دوى ترمنځ د ويش په خاطر وسپارل شوې.
د ایرنا د راپور له مخې، پامیر د افغانستان په شمال ختیځ کې وروستۍ نقطه ده چې د بحر له سطحې څه باندې څلور زره متره لوړوالی لري، چې د دغه هېواد یو له قومي لږکیو څخه قرغزیان پکې ژوند کوي.
قرغزیان د شاوخوا ۱۵۰۰ وګړو لږکی دی چې د پامیر د غرونو په لمنو کې ژوند کوي او دا خلک په قرغزي ژبه او تر یوه حده په فارسي خبرې کوي.
د پیغام پای/
Your Comment