د معیاري روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو لپاره، مسلکي بستونو ازاده رقابت ته پریږدو

کابل- ایرنا- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي: د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر مسلکي پوستونه ازاده رقابت ته پریږدي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د عامې روغتیا وزارت اړوند د نږدې ۴۵۰ خالي مسلکي بستونو لپاره د ازموینې اخیستو بهیر نن شنبه د لیندۍ په ۲۴مه د ازادې سیالۍ له لارې پیل شو.

 دغه ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له خوا په دولسو بېلابېلو څانګو کې له ٣ زره او ٥٨٥ کسانو څخه په الکترونیکي ډول واخیستل شوه. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د اسلامي نظام او عامې روغتیا وزارت دنده ده او موږ هڅه کوو چې د دې وزارت ټول مسلکي خالی بستونه د آزادې سیالۍ له لارې د وړتیا، صداقت او ایماندارۍ پر بنسټ ډک کړو.

 هغه زیاته کړه: په راتلونکي کې به هڅه وکړو چې د عامې روغتیا وزارت اړوند نورو مسلکي بستونو لپاره د ازاده رقابت له لارې ازموینه واخلو.

 د چارو د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين طيب د دې پروسې د څارنې پرمهال د بشپړ شفافيت ډاډ ورکړ او ويې ويل: په دې ازموينه کې د اشخاصو لاسوهنه نه ده شوې او يواځې هغه کسان به بريالي کېږي، چې په دې ازموينه کې وړ وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .