د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې د شیعه ټولنې ۲۰۰ کسیز پلاوي ګډون وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د شیعه ټولنې د ۲۰۰ استازو یوه پلاوي په پکتیا ولایت کې د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د مختلفو سیمو څه دپاسه ۲۰۰ شیعه مشرانو د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته سفر وکړ.

دوی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ته خپله خواخوږي څرګنده کړه.

 د دغه پلاوي په استازیتوب د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي سید حسین شریفي بلخابي، خلیل الرحمن حقاني یو جهادي او ملي شخصیت وباله او د هغه د کارونو ستاینه یې وکړه.

 په چین کې د افغانستان سفیر بلال کریمي د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسم کې د شیعه ټولنې د ۲۰۰ تنو استازو د حضور په غبرګون کې وویل: یو متحد ملت د یو قوي غر په څیر دی چې هیڅ طوفان نشي ماتولی.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د تیرې چهارشنبې په ورځ د دغه وزارت په جومات کې د داعش د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا ووژل شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .