په افغانستان کې د کوکنار د کښت منع کول د یوې خوندي نړۍ په لور یو ګام دی/ افغان بزګران دوامداره معیشت ته اړتیا لري

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر(یوناما) وايي په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز د یوې خوندي نړۍ پر لور یو ګام دی.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر(یوناما) نن چهارشنبه د لیندۍ ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز د یوې خوندي نړۍ پر لور یو ګام دی، خو دغه بندیز د کروندګرو لپاره د تصور وړ زیانونه اړولي دي.

یوناما زياته کړه: بې وزلۍ، وچکالۍ او د اقليمي ناورينونو خلک دې ته اړ کړي دي چې د ژوند لپاره مبارزه وکړي. اوس د هر وخت څخه ډیر، بزګران د دوامداره معیشت ته اړتیا لري.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دې مخکې اعلان کړی وو چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشر له خوا د کوکنارو پر کښت د بندیز په لګولو سره په افغانستان کې د دغې ناوړه پدیدې د کښت او تولید کچه صفر ته نږدې شوې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت او اروپايي اتحادیې له دې مخکې د کوکنار د بدیل کښت لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .