په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، له پېښو سره د مبارزې امادګي ملي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي نن دوشنبه د لیندۍ ۱۹ مه په کابل کې د جرمني د اسلپ خیریه بنسټ رضاکارانو، سرکان ایزه او مایکل سونر سره وکتل.
ملا نورالدین ترابي وویل چي موږ خیریه موسسو ته لازمې اسانتیاوې برابروو، ترڅو هغوی په ښه او چټک ډول اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
نوموړي د سروې او مرستو د وېش په پروسه کې د شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه: موږ خیریه موسسو ته لازمې اسانتیاوې برابروو، ترڅو هغوی په ښه او چټک ډول اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
د جرمني اسلپ خیریه بنسټ رضاکارانو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري د مرستو وېشلو لپاره د لازمې اسانتیاوو برابرولو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې موږ ډاډه یو چې مرستې په شفافه پروسه کې ریښتیني مستحقینو ته رسېږي، او له همدې امله موږ د خپلو مرستو په دوام او زیاتوالي کې لیواله یو.
همداراز دواړو خواوو اړمنو او له خطر سره مخ خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې یې د دغو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.
له بلې خوا ملا نورالدین ترابي د اکرو موسسې له مشر مبارک شاه جواد سره د همکارۍ یو تفاهم نامه لاسلیک کړ.
د دغه تفاهم نامه له مخې، اکرو موسسه به د اروزګان ولایت په دهراوود، خاص اروزګان، ګیزاب او چوري ولسوالیو کې له اړمنو سره د ٦٩٩ زره او ٣٨٩ ډالرو مرسته وکړي.
د ایرنا د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د پیغام پای/
Your Comment