AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۸ ۱۰:۱۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85683232
T T
۰ Persons

Tags

نړیوال بانک: د افغانستان د ناخالصو تولیداتو منځنۍ وده ۲.۷ سلنه ده

کابل- ایرنا- نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ناخالصو تولیداتو منځني وده ۲.۷ سلنه وه.

په کابل کې د ايرنا خبري اژانس د خبريال د راپور له مخې، نړيوال بانک د جمعې په ورځ د لیندۍ په ١٦مه نېټه په يوه راپور کې وويل چې د هېواد د ناخالص داخلي توليد منځنۍ وده ٢،٧ سلنه وه او زياته يې کړه چې که څه هم افغانستان منځنۍ وده درلوده مګر له جدي ننګونو سره مخ دی، لکه مالي محدودیتونه، د سوداګرۍ عدم توازن، او د عامه پانګوونې محدود ظرفیت.

 د نړیوال بانک د راپور له مخې، د GDP منځنۍ وده ٢.٧ سلنه ده خو نړیوال بانک دا وده غیر مطمعن ګڼي. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل، کندهار، هلمند او زابل هغه ولایتونه چې اقتصاد یې پر بهرنیو مرستو تکیه وه، د ٢٠٢٠ په پرتله په اقتصادي فعالیتونو کې خورا ټیټ کمښت تجربه کړ.

 نړیوال بانک په دغه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي رغونه لا هم ناڅرګنده ده. د ناخالصو تولیداتو منځنۍ وده ٢.٧ سلنه چې د شخصي لګښت لخوا پرمخ وړل کیږي، یوازې د تیرو اقتصادي زیانونو شاوخوا ١٠ سلنه پوره کړي، چې د دې بیا رغونې ورو او نازک طبیعت منعکس کوي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .