کابل له افغانستان سره د ناروې د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د راټیټولو په اړه خواشیني څرګنده کړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د کمولو په اړه د ناروې د بهرنیو چارو د وزارت له پرېکړې خواشیني څرګنده کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جمعې په شپه د لیندۍ په ۱۶مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د ناروې شاهي دولت د هغې پرېکړې له امله ناخوښي څرگندوي چې له مخې يې د ديپلوماتيکو اړيکو کچه راټيټه کړې ده. هيله لرو چې دا ډول پريکړې بايد د هيوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.

 هغه زیاته کړه: ديپلوماتيکه ښکيلتيا هلته مؤثره وي چې د لوريو ترمنځ متقابل تفاهم او احترام ته وده ورکړي، که څه هم په ليدلوريو کې اختلافات شتون ولري.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: قونسلي خدماتو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټيز حق دی، موږ ټول لوري جدي هڅوو چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایده جمعه د لیندۍ په ۱۶مه وویل چې دوی طالبانو ته په واضح ډول ویلي دي چې په اوسلو کې د دوی د نوي سفیر منل «ناممکن» دي.

 ده زیاته کړه: له افغانستان سره به د ناروې اړیکې او تعامل دوام ولري، خو دیپلوماتیکې اړیکې به کمې شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .