په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن دوشنبې د لیندۍ په ۱۲مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چي د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ د شل زره ټنه استخراج شوې مالګې آفرګشايي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس معراج محمد معراج، د لویو کانونو د چارو د تنظیم رئیس حافظ انجنیر ابوبکر امیني، ټاکلې کمېټې او داوطلبو شرکتونو حضور درلود.
د مقام د دفتر عمومي رئیس د پروسې د روڼتیا د یاد ولایت د مالګې د کانونو په اړه یې خبرې وکړې. په دغه غونډه کې وروسته له آفرګشايي د داوطلبو شرکتونو له جملې څخه د امیني عرفان د پلاستیک تولید شرکت یو ټن په ٢٠٥٠ افغانیو په قېمت سره دیادي سیمې د شل زره ټنه مالګې ګټوونکی اعلان شو.
د ایرنا د راپور له مخې، هرات ولایت د اوسپنې، مسو، سرو زرو او مالګې کانونه لري.
د پیغام پای/
Your Comment