د هیواد ازادي د اشغال څخه د شهیدانو د قربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوه/ د نظام ټینګښت مستقیماً په همکارۍ پورې اړه لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل: د اشغالګرو له منګولو څخه د هیواد ازادي د شهیدانو د سرښندنو په نتیجه کې ترلاسه شوه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع شنبه د لیندۍ په ۱۰مه وویل د دغه وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د شهیدانو په جوړه شوې ستره ولسي او فرهنګي غونډه کې ګډون وکړ.

 د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغه غونډې ته د وینا پر مهال د اشغال پای ته رسېدو لپاره د غزني، په ځانګړې توګه ګیلان ولسوالۍ د خلکو قربانۍ وستایلې. په وينا يې له دې سیمې څخه ډېر مجاهد ځوانان راټوکېدلي چې د هېواد د آزادۍ لپاره یې بې سارې قربانۍ ورکړې دي.

سراج الدین حقاني د جهادي بهیر د لومړیو سختو ورځو یادونه وکړه او د شهیدانو قربانۍ یې د اوسني اسلامي نظام د بریا او آزادۍ بنسټ وګاڼه او ټینګار وکړ چې د حاکم اسلامي نظام بقا او پرمختګ د ولس په ګډ کار او همکارۍ پورې تړاو لري.

هغه افغانان یو متحد ولس وګاڼه او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه یې د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل: اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډه شتمني ده او د دې نظام د دوام لپاره د هر وګړي هڅې اړینې دي.

 نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې سيمه ييزو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې له نرمۍ او اعتدال څخه کار واخلي، له خلکو سره د عدالت او برابرۍ پر بنسټ چلند وکړي او د خلکو ستونزې په پوره اخلاص حل کړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني مخکې ویلي وو چې د هغه تر څارنې لاندې لږ تر لږه ۱۰۰۰ شهیدان روزل شوي او د هغه په ​​امر یې پر امریکایانو استشهادي بریدونه کړي دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .