AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۴ ۲۰:۵۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85669657
T T
۰ Persons

Tags

په پکتيا ولايت کې لسګونه پوځي وسلې او مهمات کشف شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند په پکتیا ولایت کې د لسګونو پوځي وسلې او مهمات د کشف خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه د لیندۍ په ۴مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ امنیتي منسوبینو د یو شمېر کشفي عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه وسلې او پوځي مهمات ترلاسه کړي دي.

 په دغو تجهيزاتو کې ۱۰ میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا، دوه تومانچې، درې امریکایي دوربینونه، ۳۰ شاجورونه، یوه اندازه مرمۍ او نظامي تجهیزات شامل دي چې د ياد  ولایت په مربوطاتو کې ترلاسه شوي دي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د لویدیځ له خوا د افغانستان د دوو لسیزو د اشغال په موده کې د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کې د غیر مسوولو وسله والو شمیر زیات شوی وو.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .