په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو نن یکشنبه د لړم په ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بدخشان ولايت د شکي ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو ددغې ولسوالۍ د درګک کلي دوه تنه اوسيدونکي ديوه نسواري یږ د ښکار او وژلو په تور نيولي دي.
خبرځاى زياته کړه: تورن کسان هر یو عبدالرشید د مولوی زوی او نظیف الله د سرور زوی د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د ولسوالۍ مرکز ته واستول شول او په خپل جرم یې اعتراف وکړ او دوسیې یې د همدې ولسوالۍ محکمې ته واستول شوې.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د رياست الوزرا د دفتر د ۱۱۴ ګڼې فرمان له مخې د وحشي حیواناتو ښکار منع دی.
د پیغام پای/
Your Comment