په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو شنبه د لړم ۲۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه وزارت د قلم خیریه او پراختیايي موسسې سره د ۶ زره یورو په ارزښت د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د دغه وزارت په وينا، ياده شوې اداره به په بلخ ولايت کې د کوچنيو کاروبارونو د پوهاوي په اړه او د خوراکي توکو د وېش په برخه کې شپږ زره يورو مصرفوي، چې سل راستنې شوې او بې ځايه شوې کورنۍ به ترې برخمنې شي.
دغه تفاهم ليک د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي معين عبدالرحمن راشد او دقلم خيريه او پراختيايي موسسې استازي ترمنځ لاسليک کړ.
د پیغام پای/
Your Comment