AP ۱۴۰۳ لړم ۲۳ ۲۰:۰۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85658935
T T
۰ Persons

Tags

له کابل څخه خپلو اصلي سیمو ته د ۵ زره کورنیو لېږد بهیر پیل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له کابل څخه د خپلو اصلي ولایتونو ته د ۵ زره کورنیو د لېږد بهیر پیل اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي دغه وزارت د CCCM یا د کمپونو د انسجام او مدیریت د نړیوال سازمان له تخنیکي ټیم سره په همکارۍ د ۵ زره داخلي بې ځایه شویو کورنیو د ثبت او بایومټریک کار پیل کړی څو هغوی خپلو اصلي ځایونو ته انتقال کړي.

 د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وویل: نن د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کې ښه امنیت تامین شوی او زرګونه داخلي بیځایه شوي کورنۍ چي د جګړو له امله بې ځایه شوي دي، اوس په خپله خوښه خپلو اصلي سیمو ته ستنیږي.

 هغه زیاته کړه: په لومړي ګام کې به له کابل ښار څخه بېلابېلو ولایتونو ته ۵ زره بې ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شي، چې ډېری یې د کندز ولایت اوسېدونکي دي.

 د مهاجرینو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد وویل: له درې کلونو وروسته او په هیواد کې د اسلامي امارت په رامنځته کیدو او د ښه امنیت په رامنځته کیدو سره نن ورځ موږ خپلو اصلي ځایونو ته د ۵ زره بې ځایه شویو کورنیو د ثبت او بایومټریک د پروسې د پرانستلو شاهدان یو او په دې برخه کې له نړیوالو همکارو بنسټونو څخه د زړه له کومې مننه کوم.

 هغه زياته کړه: په لومړي ګام کې به يادې شوې کورنۍ له کابل ولايت څخه کندز ته وليږدول شي چې دا د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د شپه او ورځ هڅې ښکارندويي کوي.

 د دغه وزارت د داخلي بې ځایه شویو کسانو د وضعیت رئیس مولوي سردار شېرزاد زیاته کړه: له ډېرو هیلو وروسته، موږ د دې پروګرام د پیل شاهدان یو، چې د هېواد دننه بې ځایه شوې کورنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله بې ځایه شوي او د ادارو په همکارۍ خپلو اصلي ځایونو ته انتقال شي.

 هغه زیاته کړه: هیله لرو چې په دې برخه کې ملي او بین المللي همکارې موسسې او نهادونو د کډوالو چارو له وزارت سره د سرپناه جوړولو، خوراکي توکو او نورو اړینو برخو کې همکاري وکړي. 

 د ایرنا په وینا، په وروستیو کلونو کې د لویدیځ د شل کلن اشغال او جګړو له امله، دوه میلیونو څخه زیات افغانان بې ځایه شوي او په میلیونونو نور د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

 د پیغام پای/ 
  

Your Comment

You are replying to: .