AP ۱۴۰۳ لړم ۲۳ ۲۰:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85658931
T T
۰ Persons

Tags

د انټرنیټ بیې او د تلیفون نرخونه به له ١٤ څخه تر ٣٦ سلنې پورې راټیټ شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د نوي کال له پیل راهیسې د انټرنېټ او ټیلیفونونو په بیو کې له ۱۴ تر ۳۶ سلنې کموالی اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن چهارشنبه د لړک په ۲۳ مه وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پرېکړې پر بنسټ، په هېواد کې د انټرنېټ بيه ۱۴ سلنه راټيټه شوې او له دې وروسته د يو جي بي انټرنېټ د مياشتنۍ بستې بيه ٩٥ افغانۍ ټاکل شوې ده.

 هغه زياته کړه: د ټېلېفونونو بيې هم له ٣٠ او ٣٦ سلنې راټيټې شوې دي، د يوې مخابراتي شبکې د سيم کارتونو ترمنځ د تماس بيه ١،٣٠ افغانۍ او له يوې شبکې بلې ته د تماس بيه ١،٤٠ افغانۍ ده.

 د مخابراتو وزارت ویاند څرګنده کړه: دغه بدلونونه به د راتلونکي کال له پیل څخه عملي شي. هغه وويل: دغه اقدام د خلکو د تقاضا پر بنسټ ترسره شوى او هيله ده چې په تطبيق سره به د مخابراتي شرکتونو ترمنځ سالم رقابت زيات شي.

 د ایرنا د راپور له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د یو جي بي انټرنیټ بیه ۱۱۰ افغانۍ ده او د ټیلیفوني اړیکو بیه په یوه دقیقه کې له ۲.۵ تر ۳.۵ افغانۍ ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .