په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن چهارشنبه د لړم په ۲۳ مه نېټه د افغانستان بانک له لوري «د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې د پانګونې د تشویق او د کارونو د ایجاد په اړه جوړ شوي ملي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړ.
ملا برادر وویل: د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بې وزله خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو څښتنان دي او د دوی لاسنیوی د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی.
هغه زیاته کړه:اسلامي امارت په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچې کمول خپل مسوولیت او لومړیتوب ګڼي، چې پر همدې اساس د وړو کاروبارونو د ملاتړ او د نویو کاري فرصتونو د ایجاد په موخه د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلونو مؤسسو د څارنې او تنظیم لپاره مقرره جوړه شوې چې په تېرو شلو کلونو کې دغه کار نه و ترسره شوی.
اقتصادي مرستيال وويل: په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت په تأمین او د شفافیت پر رامنځته کېدو سره اوس له بل هر وخت دې ته ښه زمینه برابره شوې چې د وړو تمویلونو سکټور له لارې له عامو خلکو سره مرستې ترسره او هغوی ته د کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه: د وړو تمویلونو ملاتړ او ورسره ګډ کار کول ځکه ډېر مهم دي چې د عامو او بې وزلو خلکو له ژوند سره تړاو لري. د دغه سکټور له لارې له بزګرانو، عامو او بې وزلو خلکو سره مرسته ترسره او هغوی ته د کار زمینه برابرېږي چې له دې سره د بې وزلۍ، بېکارۍ او ټولنیزو ستونزو کچه راټیټېږي او په پایله کې د اقتصادي ودې او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.
هغه له لارې پر نړیوالې ټولنې، تمویلوونکو ادارو او همدارنګه شتمنو افغانانو غږ وکړ چې د وړو تمویلونو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي.
د سرپرست حکومت دغه چارواکي وويل: همدارنګه عام خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو لرونکي هم کولی شي چې د وړو تمویلونو مؤسسو له جوړې شوې مقررې څخه ګټه پورته کړي او خپل کاروبار پیل او یا پراخه کړي.
د پیغام پای/
Your Comment