په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن یکشنبه د لړم په ۲۰ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو له مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد د طبیعي او کاني زیرمو د ښه مدیریت، د پانګونې د جلبولو، د کانونو په پروژو کې د کاري فرصتونو د برابرولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وکړې.
ملا هدایت الله بدري وویل: افغانستان ډیرې کاني سرچینې لري چې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په راجلبولو، د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.
هغه زیاته کړه: اوس مهال د کانونو په پروژو کې په لسګونو زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال د کانونو او پټرولیم وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ یې د کاري ځواک د استخدام په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment