AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰ ۱۸:۴۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85655432
T T
۰ Persons

Tags

په بغلان ولایت کې د ګرځنده موټرسايکلونو ګزمې په فعالیت پیل وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل په بغلان ولایت کې د پوليسو ځواکونو له لوري د موټرسايکلونو ګرځنده ګزمې پيل شوې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه د لړم په ۲۰مه په خپله ایمس پاڼه کې لیکلي: «بغلان امنيې قوماندانۍ اړوند د  پوليسو ځواکونو له لوري د موټرسايکلونو ګرځنده ګزمې پيل شوې.»

هغه زیاته کړه: سره له دې چې په ټول هیواد کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی، خو بیا هم ګرځنده موټرسایکل امنیتي ګزمې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، ترڅو خلک په پوره ډاډ سره خپل فعالیتونه پرمخ یوسي او موږ به دغه بهیر ته دوام ورکړو.

 د کورنيو چارو وزارت وياند ډاډ ورکړ، چې امنيتي ځواکونه د هېواد د شته امنيت د ټينګښت لپاره تل چمتو او ويښ دي.

 د ایرنا د راپور له مخې، تر دې مخکې په بدخشان ولایت کې د ګرځنده موټرسايکلونو ګرځنده ګزمې پیل شوي وو.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .