په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د لړم په ۱۶مه کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د لبنیاتو د تولید سکتور له صنعتکارانو سره وکتل.
د کندهار په ښار کې د «ميلکو» لبنياتو کارخونې مسؤلينو او ګڼ شمېر نورو د لبنياتو توليدوونکو خپلې ستونزې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزير سره شريکې کړې.
نورالدين هغوى ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د صنعتي کېدو لپاره پوره هڅې کوي او د لبنياتو په سکتور کې د ځان بيسياينې لپاره د ترجيحي تعرفو په وسيله ددې سکتور بشپړ ملاتړ کوي.
د ایرنا په وینا، افغانستان یو کرنیز هیواد دی چې د مالداري لوړ ظرفیت لري، د ځینو احصایو له مخې دا هیواد شاوخوا څلور میلیونه غواګانې او نږدې شل میلیونه وزې او پسونه لري.
د پیغام پای/
Your Comment