AP ۱۴۰۳ لړم ۱۵ ۲۰:۵۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85650892
T T
۰ Persons

Tags

د هرات والي له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

هرات- ایرنا- د هرات والي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د هرات ولایت د رسنیو دفتر نن سه شنبه د لړم ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات کې د ایران نوي جنرال قونسل د دغه ولایت له والي او په لویدیځ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت استازی سره وکتل.

 په هرات کې د ایران داسلامي جمهوریت نوي قونسل علي رضا مرحمتي په دغه تعارفي غونډه کې له سیمه ایزې ادارې سره په مختلفو برخو کې د لازیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

 د هرات والي مولانا اسلام جار په هرات کې د ایران نوي قونسل ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ټولو ټرانزیټي او سوداګریزو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .