AP ۱۴۰۳ لړم ۱۵ ۲۰:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85650888
T T
۰ Persons

Tags

د تېر حکومت یو شمېر چارواکو ته د مصؤنیت کارتونه وویشل شول

کابل- ایرنا- له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنېدو کمېسیون د تېر حکومت یو شمېر چارواکو ته د مصؤنیت کارتونه ووېشل.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن سه شنبه د لړم په ۱۵مه د افغانستان سرپرست حکومت ارګ په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنېدو کمېسیون یو شمېر پخوانیو چارواکو ته چې له بهر څخه راستانه شوي د مصؤنیت کارتونه وېشلي دي.

د تېر حکومت چارواکو ویلي: په بهرنیو هېوادونو کې مېشت ډېری افغانان لېواله دي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

 دوی زیاته کړه په افغانستان کې وضعیت د ستاینې وړ دی او له ټولو هغو تبلیغاتو سره ډېر توپیر لري چې بهر کې یې مغرضې کړۍ کوي.

 له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشاء رئيس مولوي ذاکرالله ذاکر د مصؤنیت کارتونو د وېش پر مهال وویل، د عمومي عفوې فرمان لا هم د تطبیق وړ دی او له استثناء پرته هر څوک ترې استفاده کولای شي.

 مولوي ذاکر الله ذاکر وويل: هیچا ته د پخوانۍ دندې له امله مشکل نه پېښېږي او که څوک تشویش ولري، نو کولای شي د مصؤنیت کارت په ترلاسه کولو سره په هېواد کې ارام او هوسا ژوند وکړي.

 د افغان شخصيتونو سره د تماس د کميسون مشر زياته کړه: هر افغان کولی  شي بهر مېشتي افغانان، په پوره اطمینان سره افغانستان ته رادعوت کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .