AP ۱۴۰۳ لړم ۱۳ ۱۶:۴۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85648415
T T
۰ Persons

Tags

د فواید عامې وزارت ویاند: په سمنګان کې د یوه پله د بیارغولو کار پیل شو

کابل– ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د یوه پله د بیارغونې کار د پیل خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه د لړم په دیارلسمه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: د خرم او سارباغ ولسوالۍ کې د ملاعلي پُل چې څه موده وړاندې د سیلابونو له امله ویجاړ شوی و، دا مهال یې د بیا رغونې چارې د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست رئیس او یو شمیر سیمه ییزو مسؤلانو په شتون کې پیل شوې.

 ده څرګنده کړه: دغه پل چې ۳۶ متره اوږد والی او ۶.۲ متره پلنوالی لرې چې د بیا رغونې چارې یې د شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصی سکتورسره قرارداد شوې دي.

 د حق شناس په وينا، د ملا علي پل د ورستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې په بیا رغونې سره به یې د خلکو شته ستونزې ترډیره حده کمې شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .