AP ۱۴۰۳ لړم ۱۳ ۱۶:۴۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85648412
T T
۰ Persons

Tags

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ: په خوست ولایت کې د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند له خوست ولایت څخه د بېلابېلو وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن یکشنبه د لړم په دیارلسمه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو په ياد ولایت کې د یو لړ عملياتو په ترڅ کې ۵ میله کلاشینکوف، یو میل راکټ، یو میل پیکا، زرګونه فېره د کلاشینکوف،داهشکې او پیکا مرمۍ،یو شمېر مخابرې، لاسي بمونه او نور بېلا بېل مهمات تر لاسه کړي.

 د كورنيو چارو وزارت وياند زياته كړه، چې د دغو مهماتو د ناقانونه زېرمه كولو په تور شپږ تنه د امنيتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

 د ایرنا په وینا، چې له دې وړاندې هم د یادې قوماندانۍ له لوري بېلابېلې سپکې او درنې وسلې، د یو شمېر تورنو کسانو سره یو ځای نیولي، چې د ساتنې او تثبیت په موخه یې اړوند څانګو ته سپارل شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .