په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پنجشنبه د لړم په ۱۰مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: په هرات کې یو ماشوم چې شاوخوا یو کال د سړي تښتونکو له خوا په هرات ښار کې تښتول شوی و او پاکستان ته وړل شوی و، د افغان امنیتي ځواکونو په پرله پسې او اغیزمنو هڅو سره بیرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
قانع زياته کړه: دغه ماشوم د تښتوونکو له خوا له تښتول کيدو وروسته پاکستان ته ليږدول شوى و، خو افغان امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې له پراخو او همغږيو عملياتو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد او هېواد ته يې راستانه کړي.
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمد حسن احسان هم وویل، د دې پېښې په تړاو دوه تنه د انسان تښتونې په تور نيول شوي او اوس په دې پېښه کې د ښکېلو نورو کسانو د پېژندلو په موخه پلټنې روانې دي.
د پیغام پای/
Your Comment