په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه نن دوشنبه د لړم په ۷مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د بوکر لومړني ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه.
هغه زياته کړه: دغه ښوونځي د دوه ميليونه پنځه سوه زره افغانيو په لګښت جوړ شوى او په يو وخت کې د سلګونو زده کوونکو د زده کړې وړتيا لري.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت له رامینځته کیدو څخه په څه دپاسه دریو کلونو کې په دغه هیواد کې د غیر انتفاعی موسسو د جوړولو او بیارغاونې بهیر په چټکۍ سره روان دی.
د پیغام پای/
Your Comment