حامد کرزی: پر ایران د اسراییلو برید زموږ د ګاونډي او ورور هېواد له حریم او حاکمیت څخه سرغړونه ده

کابل- ایرنا- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي: پر ایران د اسرائیلو برید زموږ د ګاونډي او ورور هېواد له حریم او حاکمیت څخه سرغړونه ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن شنبه د لړم په ۵ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: زه د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې د اسرائیلو برید چې د دغه نږدې ګاونډي او زموږ د ورور هېواد له حریم او ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده، غندم. 

 هغه لیکلي: دا ډول بریدونه په سیمه کې د کړکیچ د زیاتوالي او نړیوالې سولې او امنیت ته د ګواښ لامل ګرځي. 

 د افغانستان پخواني ولسمشر له مسوولو نړیوالو چارواکو وغوښتل چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لازم او مناسب اقدامات وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .