په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن د شنبې په ورځ (د لړم ۵ مه) د کابل – جلال آباد سړک د دوهم لین کار پرانیسته.
هغه د دغې کرښې د پرانستلو په مراسمو کې وويل: د کابل-جلال اباد دويم لين سړک د هېواد د داخلي او ځمکني ترانسپورت په برخه کې يوه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر سوداګريز او ستراتيژيک ولايتونه کابل او ننګرهار په لنډ وخت کې سره نښلوي.
ملا برادر زیاته کړه، د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیا نه یوازې کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې له سیمې او نړۍ سره زموږ دسوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې هم مهم رول لري او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي.
د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ویلي چې دا سړک به د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس د کابل جلال اباد پر لویه لار د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي. دا محصول به د ټولګټو وزارت په ځانګړي بانکي حساب کې په شفافه توګه جمع، بانک ته به تحویل او د مالیې وزارت به یې د مصرف او عملیاتي اړتیاوو اړوند اړینې او عاجلې اسانتیاوې برابروي.
هغه د دې لويې لارې د ارزښت په اړه وويل: د کابل- جلال اباد د دويم لين سړک د کار په بشپړېدو سره د کابل- جلال اباد د لومړۍ لين سړک ترافيکي ګڼه ګوڼه کمه شوې، چې له امله به يې ترافيکي پېښې کمې شي. همدارنګه د دغه مهم سړک په جوړېدو سره د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې، خوندي سوداګریز ملکیتونه په کم لګښت او سرعت سره انتقالېږي او دغه راز د سړک په اوږدو کې د کوچنیو او متوسطو سوداګریو د ودې لامل کېږي.
د حکومت اقتصادي مرستيال د داخلي ترانسپورټ معیاري رغول او پیاوړتیا د سیمهییز اتصال لپاره لومړنی شرط دی؛ داخلي لویې لارې او سړکونه له یوې خوا د هېواد ولایتونه یو له بل سره نښلوي او له بلې خوا همدا سړکونه د سیمې د هېوادونو سره د سیمهییز ترانسپورټي اتصال په برخه کې تر ټولو اساسي رول لوبوي.
د ایرنا د راپور له مخې، د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي. د دغه سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ چې ۲۲ کیلومټره اوږدوالی لري، د اساسي جوړونې چارې پيل شوې.
د پیغام پای/
Your Comment