په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست نن پنجشنبه د لړم په ۳ مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو بنسټ له مشر میکایل لیپي سره لیدنه ترسره کړه.
دواړو خواوو د بې سرحده ډاکټرانو اړوند د روغتيايي مرکزونو او روغتيايي خدمتونو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي له روغتیايي سکتور سره د دغه بنسټ د مرستو لا همغږي او پراختیا اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د دغه بنسټ د کړنو ستاینه وکړه.
د بې سرحده ډاکټرانو مشر میکایل لیپي په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لاښه کېدو او دې برخې ته د لا نورې پراختیا ورکولو اړوند د وړاندې په څیر تعهد څرګند کړ او د خدماتو پر کیفیت او همغږۍ یې تاکید وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment