په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لړم د میاشتې په دریمه نیټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دغه وزارت به د کتاب پلورنځیو څخه د راټولو شویو او منع شویو کتابونو پر ځای د قرآن کریم تفسیر او نور کتابونه په کتاب پلورونکو او خپرونکو وویشي.
د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال وویل: د خپرندويه ټولنو او کتاب پلورونکو د پرمختګ لپاره بيهقي د کتاب خپرولو رياست د وزارت مقام ته ډېر شمېر وړانديزونه کړي دي، چې تر غور او بررسۍ لاندې دي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د دوی د ودې او پرمختګ لپاره پلانونه جوړ شوي، چې له جملې يې په مرکز کابل کې په لوړه کچه د کتابونو يو لوی نندارتون جوړول شامل دی.
د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت کفیل مولوي ضياء الحق حقمل وویل: د اسلامي امارت له حاکميت سره سم د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام له لوري د خپرونو چارو معينيت په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کميسيون رامنځته شو، چې تر دې مهال يې ډير ګټور فعاليتونه ترسره کړي دي،
هغه زیاته کړه: دغه کمیسیون څه باندې ۴۰۰ هغه کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وو، پېژندلي دي.
د حقمل په وينا، د دغو كتابونو په بدل كې به د بيهقي د كتابونو د خپرولو رياست له خوا د قرآن كريم، تفسير او نور كتابونه وركړل شي.
د غونډې په پای کې د راټولو شوو ممنوعه کتابونو په بدل کې د قرانکريم، تفاسيرو او نورو کتابونو د ويشلو لړۍ په رسمي ډول کتاب پلورونکو ته د بديل په ورکړې سره پيل شوه.
د پیغام پای/
Your Comment