پزشکیان: موږ هیله لرو چې د روسیې په مرسته د امریکا مطلقیت بهیر ګډوډ کړو

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روسیې د ملاتړ له امله د مننې په ترڅ کې وویل: هیله لرو چې د دغه هیواد په مرسته د امریکا د مطلقیت او بندیزونو بهیر ګډوډ کړي.

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې په کازان ښار کې د بریکس د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

هغه د روسیې ولسمشر ته وویل: زه باید ستاسو د بلنې مننه وکړم، زه خوشحاله یم چې په کازان کې یم.

جمهور رئیس دغه ته اشاره چي، له عشق اباد څخه له راستنېدو وروسته مې د تر سره شوي غونډو کې ډېر تفاهم او بحثونه تعقیب کړل، زیاته یې کړه: ما له خپلو وروڼو سره هم خبرې کړې دي چې تړونونه چمتو وکړي چي زموږ د ناستې په وروستیو کې لاسلیک وشي.

پزشکیان زیاته کړه: ما په شخصی ډول ستونزې تعقیب کړې او زه باور لرم چې له تاسو سره زموږ اړیکې یوه ستراتیژیکه اړیکه ده. دا یقینا زموږ لپاره ګټور دی، لکه څنګه چې دا د روسیې لپاره دی.

هغه ټینګار وکړ: موږ کولی شو د بریکس په چوکاټ کې رغنده تعامل ولرو، چې موږ ستاسو په ملاتړ دایمي غړی وشو. موږ به خامخا دا بهیر په قوت سره جاري ساتو. 

 د ایران او روسیې ترمنځ اړیکي حتمي دي

جمهوررئیس د بریکس په نننۍ ناسته کې د بحث وړ موضوعاتو ته په اشارې سره وویل: موږ هیله من یو چې دغه سیاستونه او هغه لوړ لید چې دلته وړاندې کېږي او هغه بندیزونه چې امریکا پر موږ او تاسو لګولي دي، عملي کړو او د امریکا د مطلقیت بهیر په نړۍ کې ګډوډ کړو.

پزشکیان ټینګار وکړ: موږ باید د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي او تخصصي ارتباطاتو توان ولرو. 

 هغه وویل: هیله مند یم چې یاد سندونه ژر تر ژره لاسلیک کړو او زه هوډ لرم چې په شخصی ډول یې تعقیب کړم او ژر تر ژره به یې نهایی او په ټاکلې ورځ به یې لاسلیک کړم. 

 پوتین: موږ د ایت الله خامنه‌ای رغنده دریځونو ته ارزښت ورکوو 

 په دغه کتنه کې د روسیې ولسمشر په دې خبرې سره چې په نړیوالو او سیمه ایزو مسائلو کې د روسیې او ایران دریځونه یو شان یا نږدې دی وویل: مونږ د یو عادلانه او څو قطبی نړیوال نظام د رامینځته کولو او د ملګرو ملتونو د کلیدی رول د ساتلو په لټه کې یو.

 هغه څرګنده کړه: زه به منندوی شم که تاسو زما سلامونه او نیکې هیلې ایت الله خامنه‌ای ته ورسوئ.  موږ د دوی رغنده دریځونو ته ارزښت ورکوو. 

 د روسیې ولسمشر د دې په یادولو سره چې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسائلو په زمینه کې مونږ د عشق آباد په ښار کې یوه ګټوره غونډه لرله زیاته کړه: د روسیې او ایران اړیکې دوستانه او رغنده دی.

 پوتین ټینګار وکړ: د شمال-جنوب د ریل پټلۍ د زیربناوو پراختیا او د بوشهر د دوهمې او دریمې بریښنا بند جوړول زموږ له پلانونو څخه دي او موږ به د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو په برخه کې نوي تړونونه لاسلیک کړو.

هغه وويل: موږ له تير کال راهيسي د فرهنګي مرکزونو د جوړولو او د سيلانيانو د تبادلې لپاره د ويزو د لغوه کولو په باب دوه اړخيزه موافقه لرله.

ولسمشر د پوتین سره تر لیدنې مخکې د مصر له ولسمشر «عبدالفتاح السیسي» سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې. 

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .