د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، امریکايي رسنیو نن چهارشنبه د لړم په دویمه د کرملین ماڼۍ د رسنیو د سکرتر دیمیتري پیسکوف له قوله لیکلي چې هر څه چې کېږي، روسیه له ایران سره د خپلو اړیکو د ټینګولو اراده لري.
پیسکوف وویل: مونږ له ایران سره په مختلفو برخو کې خپلې ملګرتیاوې زیاتې او د هغه زیاتولو اراده لرو.
هغه زیاته کړه: دغه همکاري په هیڅ صورت د دریمو هیوادونو په خلاف نه ده.
د ایرنا د خبر له مخې د بریکس ډلې د مشرانو شپاړسمه غونډه به د روسیې په کازان ښار کې د لړم د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر دریمې نیټې پورې ترسره شی او «مسعود پزشکیان» به په دغه غونډه کې د بريکس د غړو هېوادونو د مشرانو په توګه او د روسيې د ولسمشر په رسمي بلنه ګډون کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون په خپل پنځم بهرني سفر کې د ولادیمیر پوتین په بلنه او د بریکس په شپاړسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د روسیې د کازان ښار ته لاړ.
روسیې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د بریکس ډلې یو کلن مشري په غاړه اخیستې ده او د دغه هیواد تر څارنې لاندې به د بریکس د کازان په غونډه کې له ۲۵۰ څخه زیاتې موضوعګانې تر پوښښ لاندې ونیسي.
د پیغام پای/
Your Comment