AP ۱۴۰۳ وږی ۲۹ ۲۲:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85601878
T T
۰ Persons

Tags

متقی: د نړۍ یوولسو هېوادونو په رسمي ډول افغان دیپلوماتان منلي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د نړۍ یوولسو هېوادونو په رسمي ډول افغان ډیپلوماټان منلي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی نن پنجشنبه د وږی په ۲۹مه په یوه خبري غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت یو کلن راپور له رسنیو سره شریک کړ.

متقی وويل: د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل او ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې پياوړتيا، د صنعت سکتور پياوړتيا او د کانونو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته زياته پاملرنه، د اقتصادي پروژو د تطبيق په برخه کې له ښکېلو هېوادونو سره د اړيکو پياوړتيا، د بشردوستانه مرستو راجلبول، د تمویل کوونکو سره همغږي په نیمه پای ته رسیدو پروژو باندې د کار پیل او په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د افغانستان د مهمو او کلیدي مسلو په اړه د بحث لپاره د مرحلې برابرول، په تیر کال کې یو له مهمو فعالیتونو څخه دي.

 هغه څرګنده کړه: د تېر کال په اوږدو کې د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو د مدیریت په اړه پرله پسې هڅې شوي چې له افغان دیپلوماتانو سره د منل شویو نورمونو او اصولو له مخې خبرې وشي.

د متقی په وينا، له تور لېست څخه د ځينو افغان چارواکو د نومونو د لرې کولو او د بنديزونو د لرې کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوى دى.

 د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: د تېر کال په اوږدو کې مالیزیا، ترکیې، پاکستان، ایران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، چین، قطر او متحده عربي اماراتو لسګونه افغان ډیپلوماټان رسماً معرفي شوي دی. 

 هغه زیاته کړه: د چین، روسیې، ترکیې، ایران، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، متحده عربی اماراتو، قطر، مصر، اندونیزیا، مالیزیا او د اروپایی اتحادیې او نړیوالو سازمانونو لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او د اسلامي امارت له مسؤلینو سره په مهمو مسایلو دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې کړې دی.

 د متقی په وینا، په تېر یوه کال کې د دوره اړخیزو اړیکو او همکارۍ د کچې د لوړولو په موخه، د اسلامی امارت د چارواکو ته د ۴۶ سفرونه اسانتياوي برابره شوي او د قطر، ترکیې، پاکستان او ایران د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره ۲۵ مهمې غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .