د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د غزې تړانګې د حکومت د اطلاعاتو دفتر نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۰ مه په خپله بیانیه کې اعلان وکړ: غزې ته د مرستو او طبي وسایلو د ننوتلو د مخنیوي جنایت په پرله پسې ۶۵مه ورځ هم دوام لري او د زرګونو ماشومانو او ناروغانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی او ملکي وګړي، او د هغوی برخلیک له خطر سره مخامخ دی.
په دغه بیانیه کښې راغلی دی: په سلګونو زره ټنه مرستې او طبی تجهیزات د غزې د تړانګې د بندرونو په څنګ کښې جمع شوی دی او هغوی ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږی. دا یو تاریخي جنایت دی او د اخلاقي زوال د کچې څرګندونه کوي چې مختلف هیوادونه د اسراییلو د یرغل تر شا ودریږي او په غزه کې د بشري ناورین په رامینځته کولو کې برخه اخلي.
دغه دفتر همداراز تاکید وکړ: نن ورځ نړیواله ټولنه له یوه قاطع تاریخي مسؤلیت او کړکیچ سره مخامخ ده او له هغوی څخه تمه کیږي چې د غزې په تړانګه کې د قحطۍ پالیسي پای ته ورسوي.
د غزې د حکومت د اطلاعاتو دفتر هم په دوام کښې وویل: د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د خلقو په خلاف د قحطۍ د پالېسۍ شدت به په حقیقت او په ټوله سیمه باندې بده اغېزه ولری، په تېره بیا دا چې دغه سیاست له ټولو نړیوالو قوانینو، کنوانسیونونو او معاهدو سره په ټکر کښې دی چې د قحطۍ پالیسي کارول منع کوي او دوی یې جرم ګڼي. دا عمل د جګړې وسله ده، چې د بشریت ضد جرم هم ګڼل کېږي.
دغه دفتر زیاته کړه: مونږ د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د خلکو د لوږې ساتلو دوام او د مرستو او طبی تجهیزاتو د داخلیدو او د مالونو د داخلیدو د مخنیوی د جنایت د دوام لپاره د نیواکګرو او د امریکې د حکومت پرله پسې پریکړه په کلکه غندو. موږ هم په دغه ناوړه جنایت کې د ډېرو هېوادونو چوپتیا او ښکېلتیا غندو. موږ له نړیوالې ټولنې او عربي او اسلامي هېوادونو څخه غواړو چې د دغو جنایتونو په اړه خپله چوپتیا پای ته ورسوي. موږ د دې تګلارې پړه پر امریکا او نیواکګر رژیم اچوو.
د پیغام پای/
Your Comment