افغانستان او ایران د ترانزیټي اړیکو په پراختیا او پياوړتیا ټینګا وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو د ایران اسلامي جمهوریت سره د ترانزیټي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا د خبرو کولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو یکشنبې ماښام د چنګاښ ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د چارواکو تر منځ د انلاین خبرو کولو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې: دواړو لورو په دغه انلاین خبرو اترو کې د ترانزیټي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د راپور له مخې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د سرپرست دولت او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ په بېلا بېلو برخو کې اړیکې پراخې شوې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .