افغانستان کې د اشغال په ختمېدو سیمه د امنیت څخه ګټه کوي/ د افغانستان ارزي زېرمې باید آزادې شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د دوحې درېیمه ناسته کې د پلاوي رییس وايي، افغانستان کې د امریکايي اشغال له پای ته رسېدو سره اوس ټوله سیمه د امنیت او ثبات څخه ګټه پورته کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د دوحې د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د دوحې د درېیمې ناستې په لمړۍ ورځ په خپله بیانیه کې و ویل: د دوحې په دې کانفرانس کې زموږ ګډون ښيي چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هغو ملاحظاتو ترڅنګ چې لري يې، د مثبت تعامل پلوی دی.

هغه و ویل:زموږ په باور د دوحې اوسنۍ ناسته یو فرصت دی، چې زموږ پر مشرانو او د مالي او بانکي نظام د یواړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو او زموږ د ملي اقتصاد په وړاندې د ننګونو په اړه داسې مثبتې خبرې اترې ولرو چې د ستونزو د حل یوښه پيل وګرځي.

مجاهد زیاته کړه: افغانان پوښتنه کوي چې د یواړخیزو او څواړخیزو بندیزونو پر مټ ولې په ډله ییز ډول کړول کېږي؟! ولي یې حکومت او خصوصي سکتور ته خندونه جوړیږي؟ افغانان چې د پردیو یرغلونو او لاسوهنو په نتیجه کې نژدې نیمه پېړۍ له جګړو او ناامنیو وکړېدل، کله یې چې خپله خپلواکي واخیسته، جګړه یې پای ته ورسوله، یو نظام یې رامنځ ته کړ او غواړی له نړۍ سره مثبتې اړیکې ولري خو په بدل کې يې له بندیزونو سره مخ شول؟!  ایا دا منصفانه چلن دی؟! 

ذبیح الله وايي: زه له دې انکار نه کوم چې ښايي ځیني هېوادونه د اسلامي امارت له ځینو اقداماتو سره ستونزه ولري. زه فکر کوم د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده او همدا ستاسې په څېر د مجربو دیپلوماتانو دنده ده چې د نظرونو تفاوت ته د تقابل پر ځای د تعامل او تفاهم لارې چارې وګوري. د داخلي کړنو او پالیسیو تفاوت باید په هېڅ ډول د دې لامل نه شي چې ځیني زورور هېوادونه په خپلو لاسونو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشار ابزارونه داسې وکاروي چې د یوه جنګ ځپلي ملت ژوند متاثره کړي. 
 

د سرپرست دولت د پلاوي مشر څرګنده کړه: د دې ټولو ترڅنګ له یواړخیزو او څواړخیزو بندیزونو او فشارونو سره سره، موږ د کوکنارو پر کښت، پروسس او قاچاق چې نړۍ ترې متأثره وه بندیز ولګاوه. د کوکنارو کښت چې په میراث راته پاتې و، موږ په بشپړ جدیت سره صفر ته نیږدې کړ؛ خو په مقابل کې يې ځینو هیوادونو د دې پر ځای چې زموږ د دې مثبت اقدام هرکلی وکړي او زموږ د ملي اقتصاد د احیا په برخه کې بانکي محدودیتونه لرې او زیرمې له کنګل وباسي د نه همکاریو سیاست ته ادامه ورکړه. 

مجاهد ټینګار وکړ چې موږ همداراز د افغانستان د واقعي اقتصادي بیا راژوندي کولو په برخه کې هم ستر ګامونه اخستي چې ورسره ولسي وکړو ته کارونه ایجاد شوي، سلګونه فابریکې جوړې شوي، ځوانان له بدبختیو راګرځول شوي او ښځينه‌وو ته د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستر تجارتي فرصتونه رامنځته شوي دي.
 

د سرپرست دولت د پلاوي مشر و ویل: په افغانستان کې د اشغال او جګړې له پای ته رسېدو سره سم، د دې فرصت برابر شوی چې نه یوازې افغانستان له خپلو ملي ظرفیتونو څخه د ملي اقتصاد د احیا لپاره ګټه پورته کړي؛ بلکې ټوله سیمه افغانستان ته د امنیت او ثبات له راګرځېدو څخه ګټمنه ده.

هغه زیاته کړه، د سیمې له هېوادونو سره په ګڼو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو پراختیا ثابتوي چې د افغانستان حکومت د اړیکو د پراختیا اراده او ظرفیت لري. په ورته ډول د نړۍ نور هېوادونه په تيره بیا غربي هېوادونه هم کولای شي د سیمې د هېوادونو په څېر د افغانستان له حکومت سره په یوه واقعبینانه عملي تعامل کې د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې کړي او مثبت تعامل ته وړاندې شي 

مجاهد و ویل: د افغانستان اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د سیاسي درک کچه مخ په لوړېدو ده. قزاقستان تېره میاشت د طالبانو نوم د ممنوعه ډلو له لیست څخه ووېست او همداراز تمه ده چې د روسیې فدراسیون هم په نژدې وخت کې ورته اقدام وکړي.

هغه وايي، د دې لپاره چې د دوحې ناستې معناداره شي په کار ده چې لاندې اهدافو باندې کار وکړو، ترڅو دا اعتماد رامنځ ته شي چې موږ ټول د افغانستان امنیت، ثبات او د افغانانو د ښېرازۍ لپاره کار کوو.

لومړی، د ټولو محدودیتونو او بندیزونو لرې کېدل او د هغو پخوانیو پرېکړه‌لیکونو ختمول چې د افغانستان د خصوصي سکټور په لار کې يې اساسي خنډونه ایجاد کړي دي. 

د افغانستان بانک ګنګل شوي ټولې اسعاري زېرمې کومې چې د افغانانو مسلم حق دی، بیرته د کنګل څخه خلاصيدل او د افغانستان بانک په واک کي ورکول کیدل، د پولي سیاست ښه تطبیق، د سوداګریزو بانکونو د حسابونو په تقویې ، او د افغانستان بانک له لوري د سوداګریزو بانکونو په وړاندي د اسعاري مکلفیتونو په ترسره کولو کې وکارول شي.

د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .