د لغمان د محروم سیمو لپاره به مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوې برابرې شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي، په پلان کې لري تر څو په هغه سیمو کې چې انټرنیټي او مخابراتي خدمات نشته، د مخابراتو او انټرنېټ اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لغمان له یو شمېر مخورو سره د دغه وزارت د سرپرست مولوي نجیب الله حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د لغمان مخورو د خپل ولایت ستونزې په ځانګړې توګه د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو په اړه د مخابراتو وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د لغمان ولایت د خلکو استازو له دې امله خوښي څرګنده کړه، چې د اوسني حکومت د چارواکو او مشرانو دروازې د دوی پر مخ خلاصې دي او دوی کولای شي، چې خپلې ستونزې په اسانۍ له چارواکو سره شریکې کړي.

مولوي نجيب الله حيات حقاني هم په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د دوى د ستونزو د هواري لپاره به هڅې کوي او دغه وزارت په پلان کې لري چې په هغو سيمو کې چې مخابراتي خدمات نه لري د مخابراتو او انټرنېټ اسانتياوې برابرې کړي.

 مولوي نجيب الله حيات حقاني دغه راز وويل، چې موږ په ملت پورې اړه لرو او ملت په موږ پورې اړه لري او موږ هېڅکله په يوه مشخص لوري پورې تړلي نه يو، بلکې زموږ تعهد د اسلام د سپېڅلي دين پر بنسټ ولاړ دى، چې د افغانستان ټول خلک او ټولې سيمې او ولايتونه پکې شامل دي او د خلکو خدمت کول یو ویاړ دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .