AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴ ۱۲:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85518626
T T
۰ Persons

Tags

د دولت تکیه پر ملت ده؛ د خلکو همکاري د اسلامي نظام د پرمختګ سبب کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال د یو شمېر علماوو او مخورو سره په لیدنه کې ویلي، د دولت تکیه پر ملت ده؛ د خلکو همکاري د اسلامي نظام د پرمختګ سبب کېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ تېره شپه د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره د یو شمېر دولتي ادارو له علماوو او مخورو سره د دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

علماوو او قومي مخورو د اختر په ورځ شپو کې د امنیتي ادارو د هڅو ستاینه وکړه ویې ویل، چې د ډاډمن امنیت په اثر د اختر مراسم په ښه توګه تر سره شول او د مسوولو ادارو له خوا خلکو ته ښه خدمات وړاندې شول.

قومي مشرانو له نظام سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې افغانان د اسلامي او باثبات حکومت غوښتونکي دي او دې برخه کې به هېڅ راز همکاري ونه سپموي.

مولوي عبدالکبیر هم له اړونده ادارو سره په ځانګړې توګخه د امنیت په برخه کې د خلکو د همکارۍ مننه وکړه زیاته یې کړه، چې د دولت تکیه پر ملت ده او د خلکو همکاري د اسلامي نظام د پرمختګ سبب کېږي.
 
دغه راز مولوي عبدالکبیر دولتي ادارې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو مسوولې وبللې زیاته یې کړه، چې اوس مهال په بېلا بېلو برخو کې خدمات ښه شوي او نور به هم پراخه شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .