AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴ ۱۱:۵۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85518603
T T
۰ Persons

Tags

حنفي: هڅه کوو د هېواد ټولو سیمو ته خدمت رسېدنه پراخه کړو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال د جوزجان ولایت له یو شمېر علماوو او ځايي مسوولینو سره لیدنه کې و ویل، دوی په دې هڅه کې دي، چې د هېواد ټولو سیمو ته خدمات وړاندي کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ تېره شپه یکشنبې د چنګاښ ۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جوزجان ولایت له یو شمېر علماوو او ځايي مسوولینو سره د اداري مرستیال د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د د جوزجان علماوو او مسوولینو د دغه ولایت د ټولنیز، امنیتي او اداري وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغوی و ویل، چې مسوولین او مجاهدین هڅه کوي، تر څو به بېلا بېلو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او خلک وکولی شي په آمنیت او سوکالۍ کې خپلې ورځنۍ چارې مخ ته یوسي.

د جوزجان ولایت علماوو او مسوولینو د پوهنې، روغتیا او انکشافي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې پورتنیو چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دې غونډه کې د دولت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم وويل چې د اسلامي امارت د مسوولينو دروازې د ټولو هېوادوالو پرمخ خلاصې دي او مسوولين يې د نظر او وړانديزونو د اوريدو هرکلى کوي او هڅه کوي چې د هغوى له نظرونو سره سم چلند وکړي . 

هغه زیاته کړه، حکومت هڅه کوي چې د افغانستان په ټولو سیمو کې خلکو ته خدمات وغځوي، څو ټول خلک له عامه خدمتونو څخه په عادلانه توګه ګټه پورته کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .