AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۱۳:۰۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85503088
T T
۰ Persons

Tags

د شعیه ګانو لپاره به زده کړې د جعفري فقه پر بنسټ وي

کابل- ایرنا- بامیان ولایت کې د اهل تشیع د کتابو راټولولو خبر په خپرېدو سره د د دغه ولایت د پوهنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه اوازې دروغ ګڼلې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت د پوهنې ریاست نن یکشنبې د غبرګوي ۲۰ مه د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي: د افغانستان اسلامي امارت د اهدافو او د دغه ولایت د خلکو د پرله پسې غوښتنو د پوره کولو په موخه د سني سیمو په ښوونځیو کې د جعفري فقهې پر بنسټ هغه درسي کتابونه چې پخوا د همدې ادارې له خوا پر زده کوونکو ویشل شوي راټول او پر ځای یې د حنفي فقهې پر بنسټ تعلیمي کتابونه دوی ته وویشي.

دغه راز لکه څنګه چې مخکې په ځینو اهل تشیع سیمو کې چې حنفي کتابونه یې تر لاسه کړي و هغه ترې راټول او پر ځای یې باید د جعفري فقه سره سم کتابونه د هغوی په واک کې ورکړل شي تر څو د خپلې سیمې د مذهب سمې زده کړې وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د خلکو د هیلو او په عادلانه ډول د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه شوې، نو هغه کسان چې له دې موضوع څخه یې ناسم تعبیر او ناوړه ګټه پورته کړې د دښمن د لاس آله ده او حیثیت ته زیان رسولی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .