کنعاني:د فلسطین د ناورین د پای یوازینۍ لار د صهیونیستي رژیم څخه د امریکا او اورپا د ملاتړ درېدل دي

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، نه یوازې په ویلو بلکې په یوازې ډول په کامله او عملي بڼه د صهیونیستي رژيم څخه د امریکا او اروپا د ملاتړ درېدل په فلسطین کې د انسانانو پر وړاندې وحشتونو او ناورین ته د پای ټکی اېښودلی شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني جمعه د غبرګولي ۱۸ مه پر خپله اېکس پاڼه لیلکي: د اروپايی ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل وايي« له غزې څخه راپورونه ښیي چې د سلګونو زره بې ګناه خلکو د ژوند یوازینی حقیقت تاوتریخوالی او کړاوونه دي، د عدالت د نړیوالې محکمې له حکم سره سم، دا اړینه ده چې د راپورونو په اړه خپلواکه پلټنه ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د فلسطین د ښاریانو، ماشومانو او ښځو په وړاندې د توکمپاله رژیم جنایتونه د نړۍ ټولو خلکو ته څرګند او بې له شکه وحشتناک او وژونکي دي، یوازې په الفاظو نه بلکې له نژاد پرست صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا او اروپا د ملاتړ بشپړ او عملی بندول به د فلسطین په خلکو دغه دردونکی غمیزه او بې رحمانه او وحشیانه تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د ایرنا د خبر له مخې د المیادین په حواله نن صهیونیست رژیم د نصرت په کمپ کې د ملکي وګړو یو موټر په نښه کړ چې له امله یې دوه تنه شهیدان او یوشمېر نور ژوبل شول.

د رفح په سویل کې د اشغالګرو پوځیانو په توپخانې او ډزو کې یو تن شهید او څو نور ژوبل شول.

د دیرالبلح په سویل کې په ابو هولي سیمه کې د صهیونیستی رژیم د بمباریو په ترڅ کې دوه کسان شهیدان شول.

د نیواکګر رژیم جنګیالیو په البریج کمپ کې د استوګنې یو کور هم په نښه کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .