AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳ ۱۲:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85497075
T T
۰ Persons

Tags

د هرات ګذرې کې پر شعیه لمونځ کوونکو د برید عامل ونیول شول

کابل- ایرنا- د هرات ولایت د والي ویاند وايي، یوه فتنه اچوونکې، د خلکو د امنیت اخلال ګره او د هرات ګذره ولسوالۍ کې پر شعیه وګړو د برید عامله ډله ونیول شوه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د والي ویاند نثار احمد الیاس نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د امنیت د ګډوډولو یوه ډله چې په تېرو اتو میاشتو کې یې زموږ د شیعه هېوادوالو په وړاندې څو وژونکي بریدونه ترسره کړي وو او وروستی برید یې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ګذرې ولسوالۍ په یوه جومات کې کړی و، د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د الیاس په وینا، د امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو پر بنسټ له دغه کساڼو ځانمرګي واسکټونه، یوه نقلیه وسیله او څو میله وسلې لاس ته راغلي.

د ایرنا د خبر له مخې، د روان کال د غوايي میاشتې په ۱۰ مه د دوشنبې په ماښام وسله والو بریدګرو د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په امام زمان(ع) جومات کې په لمونځ کونکو برید وکړه چې په دغې ترهه ګره پیښه کې د یو ماشوم او یوې ښځې په شمول شپږ تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .