AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳ ۱۲:۴۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85496878
T T
۰ Persons

Tags

د اسلامي امارت په دوره کې پر شعیه ګانو د بریدونو مخه نیول شوې ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، د اسلامي امارت په دوره کې پر شعیه ګانو د بریدونو مخه نیول شوې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د خوارج پر وړاندې د امارت پرېکنده مبارزه، په ټول هېواد او په تېره بیا د کابل په لوېدیځ کې پر شیعه ګانو د بریدونو کموالی له دښمن سره د اسلامي امارت د پرېکنده مبارزې نښه ده.

د نظري په خبره، د جمهوري ریاست د دورې پر عکس چې هره ورځ به د کابل په لوېدیځ کې پر هزاره ګانو بریدونه کېدل د اسلامي امارت په دوره کې پر هزاره ګانو د بریدونو مخه نیول شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .