AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۱ ۱۳:۰۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85494676
T T
۰ Persons

Tags

صهیونیستي جنرال: موږ د غزې جګړه له لاسه ورکوو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۱ ۱۳:۰۳
News ID: 85494676
صهیونیستي جنرال: موږ د غزې جګړه له لاسه ورکوو

کابل- ایرنا- د صهیونیست رژیم یوه جنرال په غزه کې د صهیونیستي پوځیانو د سختو ستونزو سره د مخ کېدو خبر ورکړی دی .

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې صهیونیستي جنرال «اسحاق برک» په غزه کې د دغه جعلی رژیم د پوځیانو بد حالت په ډاګه کړ.

هغه صهیونیسټي ټلویزیوني چینل ۱۴ ته وویل: پر غزې له ځمکني برید څخه مخکې مې شپږ ځله له نتانیاهو سره وکتل او هغه ته مې په غزه کې د پوځیانو د پاتې کېدو خبرداری ورکړ.

هغه زیاته کړه: موږ په غزه کې جګړه بایللې ده، ما په غزه کې د پوځي قوماندانانو او پوځیانو څخه داسې راپورونه ترلاسه کړي دي چې هلته زموږ د ځواکونو ستونزمن شرایط په ګوته کوي.

جنرال اسحق برک ټینګار وکړ: زموږ ځواکونه روزل شوي نه دي او له دې څرګندونو ډډه وکړۍ، چې زموږ ځواکونه لوړ او روزل شوي دي، زموږ پوځ هره ورځ روحیه له لاسه ورکوي.

له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل خبر ورکړ: د یوې سروې له مخې په سلو کې څلویښت اسرائیلیان له جنګ وروسته د حقایقو د لټون د کمیټې د جوړولو غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسحاق برک مخکې ویلي وو: د جګړې مشران (بنیامین نتنیاهو، یوف ګالانت، هرزي هیلوي، بیني ګانټز او ګادي ایزنکوټ) اسراییل د لوی ناورین په لور رهبري کوي، دا هغه کسان دي چې د اکټوبر د اوومې نېټې د ماتې مسوول دي او د غزې په جګړه کې د حماس په بریالیتوب کې لوی رول لوبوي.

بریک زیاته کړه، دوی داسې پریکړې کوي چې په شمال او جنوب کې د میشت ځایونو د سقوط، د اردو او اقتصاد د سقوط او د نړۍ له هېوادونو او د اسراییلو له خلکو سره د اړیکو د خرابیدو لامل کېږي.

هغه ویلي وو، دا خلک چې د اسراییلو د تاسیس راهیسې د سترې ناکامۍ او ناورین مسؤل دي څنګه کولای شي د جګړې د کابینې مشري وکړي، دوی باید په محکمو کې د غفلت له امله ډېر وخت مخکې محاکمه شوي وای.

 د جګړې کابینې په دې وروستیو کې د رفح د جګړې د پراخولو پرېکړه وکړه، چې د دغې کابینې پخوانۍ پرېکړې د سلګونو پوځیانو د وژل کېدو او د زرګونو نورو د ټپي کېدو لامل شوی.

د برک په وینا، پوځ بیا هغه سیمو ته ننوتلی چې پخوا یې ترې ایستلي وو، د دغو سیمو بیا نیول به د حماس پای ته ونه رسوي او د مړو او ټپیانو په شمیر کې به زیاتوالی راولي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .