کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره ؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن چهارشنبې د کب ۲۳ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ریاست د کارکوونکو هڅې کوي، هغه وسایط چې د لویې لارې په دواړو غاړو کې بند پاتې دي خوندي ځای ته ولیږدوي.
حق شناس وويل: د سالنګ لويه لاره د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې وه او د ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي په خاطر نن شپه ٨:٣٠ بجې د ټولګټو چارو وزارت د دويمې اعلاميې تر خپرېدو پورې په موقت ډول د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ټولګټو چارو وزارت له مسافرو غوښتي چې له صبره کار واخلي او تر راتلونکي خبرتیا پورې دې له دې لارې تګ راتګ ونه کړي.
د پیغام پای/
Your Comment